wakil00930093-blog
Untitled
57 posts
Don't wanna be here? Send us removal request.
wakil00930093-blog · 5 years ago
Text
د اسلام او نصرانيت د جګړې لنډه تاريخچه
د اسلام او نصرانيت د جګړې لنډه تاريخچه
د اسلام او نصرانيت د جګړې لنډه تاريخچه
د اسلام او نصرانيت جګړه د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم له مهاله را پيل سوې ده او ترنن مهاله نه ده درېدلې. دا د بشر په تاريخ کي تر ټولو اوږده جګړه ده. دا جګړه لومړى عېسويانو پر ��سلمانانو باندي په تېري او مرګ ژوبله پيل کړې ده. د دې جګړې په ټولو پړاوونو کي اسلام کوښښ کړى دى چي له تېرېدني او عفوي څخه کار واخلي، خو د عېسويانو د شرارت له امله يې څه ګته نه…
View On WordPress
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Photo
Tumblr media
شهید ابن شهید دکتور کفایت الله وردګ ابو قدامة الشامي رحمه الله یو کس وو چې الله تعالی یې په زړه کې دجهادمینه ور اچولې وه چېرته به چې د جهاد اواز وو ده مبارک به هلته ځان ور رسولی وو یو وخت چې د مدینې منورې زیارت ته تللی وو په مدني حرم کې ناست وو یو کس ورڅخه پوښتنه وکوله : ابا قدامة ته یو داسې کس یې چې هر وخت جهاد ته ځې مونږ ته داسې څه واقعه ووایه چې تا په جهاد کې لیدلې وی او تاته عجیبه ښکاره شوې وي. حضرت ابو قدامه وویل : یو وخت د صلیبیانو سره جنګ وو زه له خپلو ملګرو سره هغه مرکز ته روان شوم چې هغه د مسلمانانو آخري مرکز وو ها خوا بیا د صلیبیانو مرکزونه وو په لاره کې په مدینة الرقة (په عراق کې د فرات نهر په غاړه یو ښارګوټی دی) تیرېدم هلته مې یو اوښ واخیست ترڅو ورباندې څه سلاح او نور د ضرورت شیان بار کړو هلته مې په جوماتونو کې خلکو ته وعظونه وکول او خلک مې جهاد ته وهڅول ، خلک مې د الله تعالی په لاره کې مصرف ته و هڅول، هلته خالي کورونه وو کله چې شپه شوه نو یو خالی کور ته لاړو چې هلته پکې شپه تېره کړو چې د شپې څه برخه تېره شوه د کور دروازه و ټکېده ما دروازه خلاصه کړه یوه مېرمن ولاړه وه ما ورته وویل : څه خدمت؟ هغې راته وویل : ته ابو قدامه یې؟ ما ورته وویل : هو هغې راته وویل : نن تا د جهاد لپاره چنده وکوله؟ ما ورته وویل : هو هغې ماته یوه د کاغذ ټوټه راکړه او یوه یې غوټه راکړه او په ژړا باندې لما څخه و ګرځېده له سترګو یې اوښکې روانې وې . ما چې په کاغذ کې وکتل لیکلي یې وو: تا نن مونږ جهاد ته وغوښتو خو زه خو جهاد نشم کولی او نه مې د نقد کمک وس شته نو دا خپلې دوه کمڅۍ مې پرې کړې تاته مې درکړې دا به د خپل آس لپاره پړی کړې کېدای شي پدې سره الله تعالی ما په جهاد کې شمار کړي ماته بښنه وکوي . ابو قدامه رحمه الله فرمایي : زه ددې له قربانۍ څخه ډېر زیات متاثر شوم او دا خبره به مې په ذهن کې تاوېده را تاوېده . سحر شو مونږ روان وو چې د مسلمه بن عبد الملک قلعې ته (یو ځای دی) رسېدلي وو له شا نه یو کس په آس سپور دی په مونږ پسې را روان دی او مونږ ته چغې وهي : ابا قدامه ... ابا قدامه .. لږ ودرېږه .. ما خپلو ملګرو ته وویل : تاسې ځئ روان اوسئ زه دې کس ته ودرېږم چې څه وايي .. په آس سپور کس چې را ورسېدو ماته یې وویل : شکر چې در پسې را ورسېدم او ستا له مجلس نه محروم نه شوم . ما ورته وویل : څه غواړې؟ هغه وویل : زه لتا سره جهاد ته ځم . ما ورته وویل : ته مخ ښکاره کړه چې زه ووینم چې ته کشر یې که مشر ؟ که ته په عمر پوره وې زه به د له ځان سره بوزم او که کشر وې نو بیا ته له مونږ سره نشې تلی . چې له مخ نه یې مول لرې کړو سپین مخ یې وو او د ۱۷ کلونو وو ما ورته وویل : بچیه پلار د شته ؟ هغه راته وویل : پلار می صلیبیانو شهید کړی دی زه اوس لتاسې سره ځم او د خپل پلار له قاتلانو سره جهاد کوم . ما وویل : مور د شته؟ هغه وویل : هو! ما وویل : ځه لاړ شه له خپلې مور سره د ښه رویه کوه د هغه خدمت کوه جنت د مور تر پښو لاندې دی . هغه راته وویل : ته زما مور نه پېژنې؟ ما وویل : نه هغه وویل : زما مور هغه وه چې تاته یې امانت درکړو. کوم امانت؟ هغه وویل : هغه غوټه یې چې درکړه. کومه غوټه؟ هغه وویل : سبحان الله دوم��ه زر د هېره کړه لتانه هېر شو چې د شپې یوه مېرمن درغله او تاته یې یوه تړلې غوټه درکړه . ما ورته وویل : هو ! هو یاده مې ده . هغه راته وویل : هغه مې مور وه ماته یې وویل چې لتاسې سره جهاد ته لاړ شم هغې ماته وویل : بچیه چې له کفارو سره مخامخ شې نو تېښته به ورڅخه نه کوې خپل ځان الله تعالی ته وسپاره او د الله تعالی نه وغواړه چې هغه درته په خپل ګاونډ کې ځای درکړي او تا له خپل پلار ا و ماما ګانو سره په جنت کې یو ځای کړي او کله چې الله تعالی تاته شهادت درکړو نو بیا زما سفارش وکوه . بیا یې له خپلې سینې سره ولګولم او خپلې سترګې یې آسمان ته پورته کړې ویې ویل : اې زما الله دا زما بچی دی ، د زړه تازګي مې ده ، د زړه مېوه مې ده ماتاته سپارلی دی زما او دده د پلار او د ماماګانو له لوری یې قبول کړه . ابو قدامه رحمه الله فرمایي بیا ځوان وویل : زه درڅخه په الله تعالی باندې سوال کوم چې ما مه پرېږده زه به ان شاء الله شهید ابن شهید وم خام عمر ته مې مه ګوره زه د قرآن کریم حافظ یم ، په آس زغلولو او نښه ویشتلو کې پوره مهارت لرم . حضرت ابو قدامة رحمه الله فرمايي : دا هلک مې له ځان سره ملګری کړو عجیب ملګری وو کله به چې مونږ سپاره وو دی به ترټولو مخکې وو ، کله به چې مونږ دمه وکوله نو ده به زمونږ خدمت کاوه هر وخت به یې د الله تعالی ذکر کاوه . په یوه ځای کې مونږ دمه وکوله زمونږ ټولو روژه وه روژه ماتی مو تیارولو هلک قسم وکولو چې روژه ماتی زه تیاروم مونږ ډېر ورته ټینګ شوو خو دی هم ټینګ شو چې نه زه یې تیاروم هغه لاړو په روژه ماتي پسې ... نا وخته شوه زمونږ یو ملګری پسې ورغلو ... هغه ملګری بېرته راغلو ماته یې وویل : ته ورشه هغه هلک وګوره ... زه چې ورغلم څه ګورم چې هلک اور بل کړی دی دیګ یې ورباندې ایښی دی او څرنګه چې ستړی وو نو یوه لرګي ته یې تکیه کړې ده په همدې حالت کې ویده شوی دی . ما چې ولیدو نو ومې نه غوښتل چې له خواږه خوبه یې را ویښ کړم او دا مې هم نه غوښتل چې اوس ملګرو ته خالی لاس ورشم نو مې شروع وکړه چې پخلی زه پخپله وکوم هلک ته مې کتل چې ویده وو ورته ومې کتل هغه په خوب کې مُسکی مُسکی کیدو دا مُسکا یې زیاته شوه زه ورته حیران شم ما ورته کتل چې د هغه دا مُسکا په کړس کړس خندا بدله شوه او په خوب کې خاندي او په خپله خندا را ویښ شو . چې زه یې ولیدم و ډار شو راته یې وویل : بښنه غواړم لکه چې ناوخته مې کړه پریږده چې زه دیګ پوخ کړم . حضرت ابو قدامه رحمه الله فرمايي : نه و الله که ته لاس هم وروړې ترڅو ماته قصه ونه کوې چې تا په خوب کې څه شی ولیدل؟ هغه وویل : یره بس یو خوب مې ولید پرېږده یې . زه ورته تینګ شوم او قسم مې ورکړو چې ماته ووایه . هغه وویل : خوب مې لیدو چې جنت ته تللی وم ، همغسې وو چې څرنګه الله تعالی مونږ ته په قرآن کریم کې بیان کړی دی زه پکې ګرځېدم یوه بنګله مې ولیده چې یوه خښته یې د سرو یوه د سپینو زرو وه دروازې یې د سرو زرو وې یوه ښاېسته جینۍ مې ولیده چې بلې ورته ویل : دا د مرضیة خاوند دی . ما ورته وویل : ته مرضیه یې؟ هغې وویل : نه زه د مرضیې خادمه یم مرضیه په دې بنګله کې د ننه ده . زه ننوتم څه بل شان ځای وو ، څه قیمتي پردې وې یو ��خت ایښی وو هلته یوه جینۍ ناسته وه که الله تعالی ماته د لیدو توفیق نه وی راکړی اوس به زما نظر او عقل دواړه له مینځه تللي وو ما ورته وکتل هغې ماته وویل ستړی مه شې زه ستا یم او ته زما یې ما ورته خندل هغې راته وویل : ستا په دنیا کې لږ وخت پاتې دی صبا د ماسپښین مانځه نه وروسته به ملاوېږو ما ورته په کړس کړس وخندل ... ابو قدامه رحمه الله وایی ما ورته وویل : بس ښه خوب د لیدلی دی . روژه مو ماته کړه دا شپه تېره شوه صبا مونږ سرحدي مرکزونو ته ورسېدو صلیبیان هم را وړاندې شوي وو د جنګ صفونه تیارېدل خلک مې لیدل هرڅوک د خپلوانو په خوا کې ولاړ وو یو دا هلک وو چې زه پوهېدم چې دده خپلوان نشته ومې کتلو چې چېرته به وي؟ ما ولیدو چې د صفونو په مخ کې په اول صف کې ولاړ دی ما ورته وویل : بچیه ته دلته ولاړ یې؟ مخکې د په جنګونو کې شرکت کړی دی؟ هغه وویل : نه تره دا مې اول ځل دی . ما ورته وویل : بچیه ګوره دا جنګ دی ، وینې دي ، مرګونه دي ، مقابله ده ته داسې وکوه آخر صف ته لاړ شه که چېرته مونږ کامیاب شوو نو ته به په کامیابي کې زمونږ ملګری وې او که چېرته مونږ ماتې وخوړه نو لږ تر لږه په اولو وژل شویو کې خو به نه یې . هغه راته وویل : تره ته غواړې زه دوزخ ته لاړ شم؟ ما ورته وویل : نه و الله مونږ خو دلته ددې لپاره راغلي یو چې له دوزخ نه لرې شو . هغه راته وویل : الله تعالی په قرآن کریم کې فرمايي چې څوک په جنګ کې وروسته ځي هغه به د اصحاب الجحیم څخه وي . ما ورته وویل : بچیه د آیت دا مطلب نه دی کوم چې ته وایې .. او له لاس نه مې ونیو را کش مې کړو چې د صفونو آخر ته یې بوزم هغه لما سره ضد وکولو او پښې یې خښې کړې پدې وخت کې جنګ شروع شو ما دی پرېښود، له یوه بله لوري حملې سره وشوې ، پهلوانان سره مخامخ شول ، غیشې سره وار شول ، تورې سره و شرنګېدې ، ډالونه سره ماته شول ، لاسونه او پښې په هوا کې و شېندل شول ، ککرۍ په زمکه و غورځېدې جنګ ډېر سخت شو ښه اوږد جنګ وشو د ماسپښین د مانځه وخت شو صلیبیانو ماتې وخوړه الله تعالی مجاهدینو ته فتح ورکړه ملګري مو سره را ټول کړل د ماسپښین مونځ نا وخته کېدو مونځ مو وکولو بیا هرڅوک لاړل خپل ملګري او خپلوان یې کتل ، ددې هلک څوک خپلوان نه وو زه خپله پسې روان شوم چې زخمیانو ته ورغلم یو اواز مې آورېدو چې اواز یې کاوه اې خلکو زما تره ابو قدامه ته لږ غږ کړئ ... اې خلکو زما تره ابو قدامه ته لږ غږ کړئ ... ما ور منډه کړه ورته مې وویل : دغه یم زه ابو قدامه یم سخت سخت زخمونه یې پر ځان وو زه ورته کېناستم ژړا ورته واخیستم خپله لمن مې را ونیوله او د مخ مبارک نه مې یې وینه پاکه کړه ... په هغه حالت کې یې راته وویل : نه زما وینې زما په جامه پاکې کړه خپله جامه ورباندې مه خرابوه بیا یې راته وویل : الحمد لله چې دومره ژوند یې نور راکړو چې تاته وصیت وکوم ... زه تاته قسم در اچوم چې ته بېرته لاړې مور ته مې زیری ورکړه چې الله تعالی ستا هدیه قبوله کړه او دا ورته ووایه چې ستا زوی پداسې حالت کې شهید شو چې مخ یې دښمن ته وو شا یې نه وه ورته اړولې او زما د وینې نښه زما په جامه درسره یوسه چې د مور مې یقین شي چې زه د الله تعالی په لاره کې شهید شوی یم. او زما یوه وړوکې خور ده کله به چې زه له کور وتلم نو هغه به خفه کېده چې زه به کور ته ورتلم هغه به خوشحالېده یو څه وخت وړاندې هغه د پلار په غم ډېره غمجنه شوې وه او کله چې پوه شوه چې زه په سفر ځم نو یې راته وویل : وروره ډېر ځنډ مه کوه بېرته زر راځه هغې ته به داسې خبرې وکوې چې هغه خوشحاله شي او ورته ووایه چې ورور د ویل : چې زما له ا ړخه الله تعالی لتا سره دی . هلک ماته خبرې کولې چې یو دم یې خپلې خبرې بدلې کړې او راته یې وویل : تره د کعبې په رب قسم زما خوب رښتیا شو ماته اوس د مرضیې بوی راځي او لدې خبرې سره یې سلګۍ وکولې وفات شو . هغه مونږ دفن کړو او د جامو یوه ټوته مې یې را سره را وخیسته چې بېرته الرقة (هغه ځای چېرته چې د دوی کور وو) راغلم ډېر مې په زړه ارمان وو چې دده پیغام یې مور ته ورسوم خو نه مې د هلک نوم زده کړی وو او نه مې یې د پلار نوم زده وو اوس به یې څنګه پیدا کوم ... خو چې راغلم ومې لیدل چې په دروازه کې یوه وړوکې ماشومه ولاړه ده چې څوک وینې چې د سفر جامې یې په ځان وي پوښتنه ورڅخه کوي : کاکا له کومه ځایه راغلې؟ هغه ورته وایي له جهاد نه ... دا ورته وایي زما ورور لتا سره وو ؟ هغه ورته وایی زه ستا ورور نه پېژنم . دا خبرې څو ځله تکرار شوې آخر په ژړا شوه او ویې ویل ټول خلک راځي دا زما ورور ولې نه راځي .. . ما چې دا هرڅه ولیدل زه ورغلم راته یې وویل : کا کا له کومه ځایه راغلې؟ ما ورته وویل : له جهاد نه . هغې راته وویل : زما ورور لتا سره وو ؟ ما ورته وویل : مور د چېرته ده؟ هغې وویل : د ننه ده . ما ورته وویل : ورته غږ کړه . مور یې په کور کې زما اواز واورېدو او څرنګه مې چې د شپې ورسره خبرې شوې وې زما اواز یې و پېژندو را منډه یې کړه راته یې وویل : ابا قدامه زیري ته راغلی یې که غمرازۍ ته؟ ما ورته وویل : زیری څنګه او غمرازي څنګه؟ هغې راته وویل : که چېرته ته دا راته وایې چې زما زوی په مخامخ جنګ کې شهید شوی وي نو ته ماته زیری راکوې چې الله تعالی زما هغه هدیه قبوله کړه چې ۱۷ کاله (د هلک عمر ۱۷ کاله وو) ما ورته تیاروله او که چېرته ته ماته دا خبر راکوې چې هلک له جنګ نه روغ جوړ را وګرځېدو نو ته لما سره غم رازي کوې چې الله تعالی زما هدیه نه ده قبوله کړې . ما ورته وویل : نه زه تاته زیری درکوم چې ستا زوی په مخامخ جنګ کې په شهادت ورسېدو پداسې حالت کې چې مخ یې دښمن ته وو او ماته یې نه وه خوړلې . هغې راته وویل : څه فکر کوم چې ته به رښتیا وایې ... زما په لاس کې خلتې (لفافې) ته یې کتل ما خلته خلاصه کړه د هغه جامه مې ورکړه ورته مې وویل : آیا دا د هغه جامه نه وه؟ هغې وویل : الله اکیر او خوشحاله شوه . ماشومه په زمکه را غورځېده او بې هوښه شوه . مور یې پورته کړه له ځان سره یې د ننه بوتله اوبه یې ورباندې اچولې . زما د تلو وخت شو زه ورڅخه روان شوم مور یې دروازه بنده کړه وا مې ورېدل چې ویل یې : اې الله تعالی ما خپل خاوند ، وروڼه ، او خپل زوی ستا په لاره کې قرباني کړل زه لتا غواړم چې لما څخه راضي شې او هغوی زما سره په جنت کې یو ځای کړه . آمین . صفة الصفوة لابن جوزي رحمه الله مصارع العشاق لابن نحاس رحمه الله
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Photo
Tumblr media
اسلام او کفر ا برخه دکتور کفایت الله وردګ یادګېرنه : پدې لیکنه کې په هغه خبرو ، عقیده او عملونو باندې له خپل لوستونکي سره بحث کوم چې په کولو یې انسان کافر کيږي پدې هېله چې که چاته معلوم وي د هغه لپاره به تکرار شي ، له چا څخه چې هېر وي ور په یاد به شي او چاته چې نه وي معلوم د هغه لپاره به نوي معلومات شي او ځان به ورڅخه وساتو . ایمان ایمان په لغت کې له آمن یؤمن څخه دی تصدیق ته ویل کیږي د مثال په توګه په عربي کې ویل کیږي آمن فلان بالفكرة (یعني فلاني د کومې نظریې تصدیق وکولو، د هغې پخلی یې وکولو ، له زړه نه یې ومنله) . په اصطلاح کې د زړه تصدیق دی په ټولو هغه شیانو باندې چې الله جل جلاله د هغې خبر ورکړی دی او یا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ویلی دی که قول وي ، که عمل وي او که عقیده وي دا حق ایمان دی یعني په ټولو هغه شیانو باندې تصدیق چې الله جل جلاله او د هغه رسول بیان کړي وی او ټول هغه شیان چې الله جل جلاله د بندګانو لپاره شریعت ګرځولي وي که هغه عمل وي که قول وي او که عقیده وي دېته ایمان ویل کیږي . ایمان د الله جل جلاله نعمت دی ایمان د الله جل جلاله د هغه لویو نعمتونو له جملې څخه یو دی چې الله جل جلاله یوه مؤمن بنده ته ورکړ ي دی او داسې نعمت دی چې کوم بنده ته یې الله جل جلاله ورنه کړي بنده نشي کولی په هېڅ قیمت یې لاس ته را وړي او که بنده فکر وکوي نو پوه به شي چې ایمان یو داسې نعمت دی چې که بنده یې په قیمت سره اخلي نو که دا ټوله دنیا او هغه څه چې په دنیا کې دي د ایمان په بدل کې ورکړي بیا هم لږ دي الله جل جلاله په قرآن کریم کې د ایمان د نعمت ذکر داسې کړی دی : ترجمه : پس هر هغه چې اراده وفرمائي الله تعالی چې هدایت وکړي ده ته نو پراخوي سینه (زړه) دده لپاره (د قبلولو) د اسلام ، او هر هغه چې اراده وفرمائي (الله تعالی) د ګمراه کولو د هغه (د ایمان له لارې) ګرځوي (الله تعالی) سینه (زړه) د ده تنګ نهایت تنګ ګواکي پورته درومي دی (په زحمت او زور سره) آسمان ته همداسې نازولي الله تعالی عذاب پر هغو کسانو چې نه راوړي ایمان . سورة الانعام آیة ۱۲۵ ایمان ته زمونږ څه ضرورت دی ؟ ایمان هغه شی دی چې انسان ته د انسانیت قدر ورکوي ، هغه انسان چې په ایمان باندې مشرف شي د هغه ژوند او وجود له فایدې ډک شي او هغه لوری ته مخه کړي چې انسان د کوم شي لپاره پیدا شوی دی چې د الله جل جلاله عبادت کول دي او کله چې انسان له ایمان څخه خالي شي نو هغه داسې سپک شي لکه خزله چې باد یې یوې بلې خوا ته بې مطلبه وړي او هېڅ وزن او قدر نه لري او هغه جامعه چې له ایمان څخ خالي وي د هغوی د ژوند لوی مقصد د خیټې ډکول ، د شرم ګاه خواهشات پالل او ویده کېدل وي نور دوی هېڅ مقصد نه لري تاسې د کفارو په ژوند فکر کړی دی دوی څه کوي؟ بس خوري ، څښي ، فواحش کوي او ویده کیږي بس ټول ژوند یې همدا وي که هرڅه کوي ، که هرڅو لوی لوی کارونه کوی ، که هرڅو ترقی کوي خو د همدې مقاصدو د پوره کولو لپاره یې کوي الله جل جلاله د دوی په اړه فرماي چې دوی لکه څاروي داسې وي الله جل جلاله فرمایی : ترجمه : دوی ژوند کوي او داسې خوراک کوي لکه څاروي چې خوراک کوي او اور د دوی د ورتلو ځای دی . سورة محمد آیة ۱۲ د ایمان ارکان د ایمان لپاره ارکان دي او دا ارکان هغه شیان دي چې د مؤمن ایمان په همدې باندې ودان وی او مؤمن تر هغه وخته پورې مؤمن نشي کېدلی چې پدې شیانو باندې ایمان رانه وړي او که څوک پدې شیانو کې په یو باندې هم ایمان رانه وړي نو مؤمن نشي کېدلی او دا ارکان هغه دي چې مونږ یې په ایمان مفصل (آمنت بالله) کې په ایمان راوړلو باندې اقرار کوو . اٰمَنتُ بِاللّٰہِ وَ مَلئِکَتِه وَ کُتُبِهِ وَ رَسُلِهِ وَا لیَومِ الاٰخِرِ وَ القَدِر خَیرِہِ وَ شَرِّہِ مِنَ اللّٰہِ تَعَالٰی وَالبَعثِ بَعدَالمَوتِ. ترجمه : ایمان مې راوړی دی : په الله جل جلاله باندې د الله جل جلاله په ملائکو علیهم السلام باندې د الله جل جلاله په نازلو کړیو کتابونو باندې د الله جل جلاله په رسولانو علیهم السلام باندې د قیامت په ورځ باندې په تقدیر باندې چې خیر او شر یې د الله جل جلاله له لوري څخه دي او له مرګ نه وروسته په را ژوندي کېدلو باندې نو هغه کس چې الله جل جلاله ورته دا لوی نعمت ایمان ورکړي هغه ته مؤمن ویل کیږي او ددې امله چې د الله جل جلاله احکامو ته په مینه غاړه ایږدي مسلم (مسلمان) پاکه او مقدسه کلمه ورته کارول کیږي او هغه کس چې الله جل جلاله یې لدې لوی نعمت څخه بې برخې پاتې کړې پدې ټولو شیانو او یا په ځینې شیانو ایمان رانه وړي هغه ته کافر ویل کیږي . کافر کافرله کفر څخه دی انکار او سر غړونې ته ویل کیږی په اصطلاح کې هغه کم بخت کس ته ویل کیږي چې د اسلام له منلو څخه یې انکار کړی وي ، ایمان یې نه وي قبول کړی او د کافر لفظ په شریعت کې د مسلم (مسلمان) د لفظ ضد استعمالیږي او دا بیا په مختلفو قسمونو سره وي د مثال په ډول : د تکبر کفر یو د تکبر کفر دی لکه کفر د شیطان چې کبر یې وکولو ځان ورته لوی ښکاره شو او حضرت آدم علیه السلام ته یې له سجدې نه انکار وکولو کافر شو ددې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه دوزخ ته د تلو خبر ورکړی دی چې په زړه کې یې یوه ذره د کبر وي . د انکار کفر یو د انکار کفر دی لکه فرعون چې د حضرت موسی علیه السلام او له هغه څه نه انکار وکولو چې الله جل جلاله ورته را لېږلی وو فرعون په کلکه انکار وکولو او د حضرت موسی علیه السلام د رسالت له منلو نه یې انکار وکولو او کافر شو . د جهل او نا پوهي کفر یو د جاهلانو کفر دی چې هغوی اول د اسلام او ایمان په قدر نه پوهیږي او د پوهېدلو کوښښ نه کوي او ځانه نه پوهوي خپل ځان ورته په سمه لاره ښکاره کیږي په جهل مرکب کې اخته وي لکه په اوس وخت کې د نړي اکثر کفار نه د اسلام په قدر او اهمیت پوهیږي او نه ورباندې د پوهېدلو کوښښ کوي او که حق ورته ښکاره هم شي نو په خپل ضد باندې ودریږي او په همداسې کافر پاتې شی لکه د مکې مشرکان چې اول د اسلام او ایمان په قدر نه پوهېدل د پوهېدلو کوښښ یې ونه کاوه بلکه ضد یې ورسره وکولو او کافران شول . د مخ اړونې کفر یو د مخ اړونې کفر دی چې ښه پوهیږي چې اسلام او ایمان د الله جل جلاله نعمت دی او غوره لاره لکن بیا هم څه مقاصد ولري ، د دنیا د څه مصلحتونو په اړه په فکر کې شي او د اسلام او ایمان څخه مخ واړوي او کافر شي په دنیا کې د اکثرو پوهو خلکو د ایمان د نه راوړلو وجه دا وي ، ښه پوهیږي چې اسلام غوره دین دی لکن بیا هم د دنیا وي ژوند څه مصلحتونه په نظر کې ونیسي او کافر شي . (الله د مونږ ورڅخه وساتي) . د ټوکو کفر یو د استهزاء کفر دی چې اسلامي احکام او قوانین او اسلامی شعائر ورته سپک ښکاره شي په هغوی پورې مسخرې او ټوکې وکوي نو دا کسان هم کافر کیږي په سورة توبه آیة ۶۵ او ۶۶ کې الله فرمایی : چې ته له دوی نه پوښتنه وکوې چې تاسې دا خبرې ولې کولې نو دوی وایی چې مونږ هسې ټوکې کولې نو ته ورته ووایه چې آیا تاسې په الله او د هغه د په آیتونو پورې ټوکې کوئ؟ تاسې بېرته کافران شوي یاست مونږ ته عذرونه مه وایاست . نو له هغه وروڼو نه مې عاجزانه غوښتنه ده چې په دیني الفاظو ، اسلامي شعائرو پورې ټوقې کوي چې توبه ورڅخه وباسي او دا کار د نه کوي کله کله وړه خبره وي چې انسان ته وړه ښکاره کیږي لکن هغه د الله جل جلاله په وړاندې ډېره لویه خبره وي . د نفاق کفر یو هغه کفر دی چې په ښکاره سره د مسلمانانو جومات ته ځي ، مونځ کوي او لکه مسلمانان داسې عملونه کوي لکن په زړه کې یې مینه له کفارو سره وي ، د مسلمان او کافر چې مقابله وي دی د کافر په کامیابي خوشحاله کیږي د مسلمانانو په کامیابي خفه کیږي ، په ښکاره د څه مجبوریت له امله له مسلمانانو سره وي او چې هغه مجبوریت ورڅخه ختم شي نو بېرته کافر کیږي دا منافق کار کوي . د الحاد کفر ملحد هغه کافر وي چې د شیانو د پیدا کېدو نسبت نورو شیانو ته کوي او د الله جل جلاله له وجود څخه انکار کوي . د شرک کفر هغه کافر وي چې الله جل جلاله نه مني او یا یې مني خو ورسره د نورو شیانو عبادت کوي ، له نورو شیانو څخه په سختي کې مرسته غواړي ، نورو شیانو ته سجدې کوي . او داسې نور قسمونه هم لري دایې هسې مثالونه دي لري .. نور بیا ان شاء الله زما د بحث مراجع : قرآن کریم تفسیر الطبری تفسیر بیضاوي صحیح البخاری نواقض الاسلام المغني الابانة الشفاء نیل الاوطار السیل الجرار للشوکاني رحمه الله
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Photo
Tumblr media
اسلام او کفر ۲برخه دکتور کفایت الله وردګ یادګېرنه : پدې لیکنه کې په هغه خبرو ، عقیده او عملونو باندې له خپل لوستونکي سره بحث کوم چې په کولو یې انسان کافر کيږي پدې هېله چې که چاته معلوم وي د هغه لپاره به تکرار شي ، له چا څخه چې هېر وي ور په یاد به شي او چاته چې نه وي معلوم د هغه لپاره به نوي معلومات شي او ځان به ورڅخه وساتو په تېره برخه کې مو د ایمان او کفر په اړه او د کفر د څه قسمونو په اړه خبرې کړې وې د هغې په تعقیب . کافر بیا په دوه قسمه دی ۱. اصلي کافر ۲. مرتد کافر ۱. اصلي کافر هغه کافر وي چې کافر پیدا شوی وي او له سر نه د اسلام په نعمت مشرف شوی نه وي لکه هغه خلک چې ��ه بده مرغه د کافر مور او پلار څخه د کفر په ملک کې کافر پیدا کیږي . ۲. مرتد هغه کم بخت او بد بخت کافر وي چې په مسلمانه کورنۍ کې پیدا شوی وي خو بیا وروسته شیطان ورباندې فتح حاصله کړې وي څه دنیاوي فایدې یې ورته مخې ته کړې وي او کافر کړی یې وي . او مرتد هم په دوه ډوله دی : ۱. مرتد عن الفطرة ۲. مرتد عن الملة ۱. مرتد عن الفطرة : هغه مرتد چې په اصل کې کافر وي بیا په ایمان مشرف شوي وي خو بېرته یې اسلام پریښی وي او کافر شوی وي . ۲. مرتد عن الملة : هغه مرتد دی چې په مسلمانه کورنۍ کې پیدا شوی وی مسلمان وي او مرتد شي . د چا په اړه د کفر په فیصله کې احتیاط لکه چې ایمان یو شرعی لفظ دی او هغه چاته مؤمن ویل کېدلی شی چې د قرآن کریم او احادیثو له مخې ورته دا مبارک نوم ورکول کیږي همداسې د کافر لفظ هم یو داسې لفظ دی چې هېڅوک نشي کولی له خپله اړخه چاته د کافر لقب ورکړي ترڅو چې هغه داسې څه نه وي کړي چې هغه ته قرآن کریم او احادیثو کافر ویلي نه وي ددې امله زمونږ شریعت په سخته سره مونږ لدې نه منع کوي چې چاته د کفر کلمه په اساني سره استعمال کړو البته مونږ دا ویلی شو چې پدې کار او پدې کار باندې څوک کافر کیږي د مثال په ډول که څوک پداسې حال کې لویه ګناه وکوي چې ځان ته یې روا ګڼي نو دا کس کافر دی خو مونږ چې کله په یوه معین کس باندې د کفر فتوا لګوو باید تر حد زیات احتیاط وکوو ، چاته په کافر ویلو کې باید ددې په اړه فکر وکوو چې دا زه هغه ته ډېر لوی لفظ استعمالوم ، یو داسې لفظ چې الله تعالی به یې په قیامت کې له ما څخه پوښتنه کوي چې په کومه وجه تا هغه کس ته کافر ویلي وو؟؟ امام شوکاني رحمه الله فرمایی : په یو چا باندې دا فیصله چې دا کس له اسلام څخه وتلی او په کفر کې داخل شوی دی د یو مسلمان لپاره تر هغه وخته پورې نه ښائیږي ترڅو ورسره داسې ښکاره دلیل نه وي لکه د ورځې روښانه لمر ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي څوک چې مسلمان ته د کافر لفظ ووايي نو که هغه مخاطب کس کافر نه وي دا ویونکی کافر کیږي . السیل الجرار للشوکاني رحمه الله ټول علماء کرام پدې نظر دي چې مونږ په عمومي ډول ویلی شو څوک چې کوم حرام عمل ځان ته حلال و ګڼي هغه کافر کیږی خو دا چې مونږ یو معین کس یادوو چې دا کس کافر دی د هغه لپاره به قوي دلیل موجود وي چې له هغه دلیل نه دده کفر ښکاره شي . امام ابی العز ا لحنفی رحمه الله فرمایی : که له مونږ نه څوک پوښتنه وکوي چې آیا تاسې ددې (معلوم او معین) شخص په اړه دا ګواهي ورکوئ چې دا کس کافر شوی دی ؟ نو مونږ په اسانه ددې کس د کفر په اړه ګواهي نه ورکوو ځکه دا د هغه په اړه فیصله کول دي چې دا کس به الله جل جلاله همېشه په اور کې ساتي (ځکه همدا د کافر حکم دی) نو دا فیصله مونږ وروسته له هغه کوو چې د دې کس کفر مونږ ته له هر اړخه لکه د لمر داسې ښکاره شي او هېڅ شک پکې نه وي . نو خلاصه دا چې مونږ معین کس ته په اسانه کافر نه وایو او هغه چاته مونږ هم کافر وایو چې قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث هغه ته کافر وايي او د قرآن کریم او احادیثو له مخې یو مؤمن هغه وخت له ایمان څخه وزي چې داسې کار وکوي چې د ایمان ضد وي ؟ کوم کارونه د ایمان ضد دي؟ پدې لیکنه کې مو پام ورته را ګرځوم او زما غرض دا دی چې مونږ پدې پوه شو چې په کوم شي باندې انسان کافر کیږي ترڅو ورڅخه ځان وساتو ، او دلته خپل لوستونکی ته ښکاره کوم چې زما علم لدې نه ډېر کم دی چې د چا په کفر او اسلام ��اندې فتوا ورکړم او یا د چا د کافر کېدو فیصله وکوم زه دا فیصله نه کوم بلکه د علماوو خبرې را اخلم لتاسې سره یې شریکوم . نو هغه شیان چې مؤمن ورسره کافر کیږي په دری ډوله دي : الف: د ایمان قولي ماتوونکي شیان (هغه خبرې چې انسان یې په کولو کافر کیږي) ځینې داسې خبرې دي چې په کولو یې ایمان ختمیږي او الله جل جلاله مه کړه چې مؤمن هغه خبره وکوي ورباندې کافر کیږي د مثال په ډول : د شرک خبرې په خپلو خبرو کې د شرک خبره کول ، داسې خبره کول چې له هغې نه ښکاره کیږي چې دی د الله جل جلاله په وحدانیت باندې ایمان نه لري ، څوک له الله جل جلاله سره په عبادت کې شریکول او داسې نور څومره چې د شرک شعبی او برخې دي ټول کفر دی . د الله تعالی له وجود نه انکار په خپلو خبرو کې د الله جل جلاله له وجود څخه انکار کول لکه مخکې چې تېر شول چې دې ډول کفر ته الحاد ویل کیږی . د الله نه سوا بل خالق او رازق منل په خپلو خبرو کې ددې عالم لپاره بل خالق رازق او متصرف منل هم د کفر سبب کیږي . د عالم قدیم والی منل دا خبره کول چې دا عالم قدیم دی او دا الله جل جلاله پیدا کړی نه دی لکه دا مذهب د ډېرو ګمراه ډلو دی نو که پدې خبره څوک عقیده کوي او دا خبره کوي دا هم کفر دی . په اسلامي شعائرو پورې ټوکې کول په خپلو خبرو کې په اسلام ، ایمان ، الله جل جلاله ، قرآن کریم ، رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو دیني شعائرو پورې په ټوقو کولو سره هم ایمان له مینځه ځي او الله جل جلاله د مونږ وساتي انسان ورسره کافر کیږي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې چې منافقینو پدې اړه خبرې کړې وې نو د هغوی په اړه آیتونه نازل شول چې پدې ټوقو سره تاسې کافران شوي یاست . نکته نو ټول هغه کسان د خبر وي چې په خپلو خبرو کې دین ، اسلام ، پیغمبر ، قرآن ، الله جل جلاله ته ښکنځل کوي اګر که په ټوکو کې هم وي ، او داسې خبرې کوي چې د اسلامي شعائرو په مقابل کې سپکاوي وي ، اګر که هغه خبره ده ته وړه خبره ښکاره کیږي لکن د الله جل جلاله په وړاندې ډېره لویه خبره ده هغه کسان د هم متوجه وي چې کله یو عالم ، ملا ، طالب ته غصه شي نو ټولو علماوو ته ښکنځل کوي د هغوی لپاره هم د خطر خبره ده هغوی ته مې مشوره داده که چېرته تاسې له یو کس سره عداوت لری نو له هغه معین کس سره خپله معامله محدوده وساتئ او که تاسې جنس عالم ، علم او اسلام ته ښکنځل کوئ نو پدې سره هېچا ته هېڅ ډول ضرر نشی رسولی تاوان او نقصان مو خپل ځان ته دی هسې نه چې لدې خبرو سره له ایمان څخه خلاص شئ ... نور بیا ان شاء الله زما د بحث مراجع : قرآن کریم تفسیر الطبری تفسیر بیضاوي صحیح البخاری نواقض الاسلام المغني الابانة الشفاء نیل الاوطار السیل الجرار للشوکاني رحمه الله
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Photo
Tumblr media
اسلام او کفر ۳برخه دکتور کفایت الله وردګ یادګېرنه : پدې لیکنه کې په هغه خبرو ، عقیده او عملونو باندې له خپل لوستونکي سره بحث کوم چې په کولو یې انسان کافر کيږي پدې هېله چې که چاته معلوم وي د هغه لپاره به تکرار شي ، له چا څخه چې هېر وي ور په یاد به شي او چاته چې نه وي معلوم د هغه لپاره به نوي معلومات شي او ځان به ورڅخه وساتو په تېرو برخو کې مو د ایمان او کفر په اړه او یو څو هغه خبرو بحث کړی وو چې په کولو یې انسان کافر کیږي د هغې برخې په تعقیب.... د الله نه بغیر له بل چا یا بل شي دعاء غوښتل همدارنګه انسان په هغه خبرو باندې کافر کیږي چې څوک بغیر له الله جل جلاله نه د بل چا څخه دعا وغواړي او دا یقین وکوي چې دا بابا ، دا زیارت ، دا کس او دا شی زما دعاء قبلوي او زه چې څه شی غواړم دا یې ماته راکولی شي ، بل چا ته د عبادت او تنزیه الفاظ استعمال کړي کوم چې په مؤمن باندې لازم دي چې یوازې د الله جل جلاله په حق کې یې استعمال کړي دا هم د کفر سبب دی ځکه کله چې بنده مسلمان کېدو نو ده ویلي وو لا اله الا الله (نشته په حقه لائق د عبات بغیر د الله جل جلاله نه) نو چې کله داسې خبره وکوي چې لدې معنی سره په ټکر کې وي دی به ورباندې همداسې له ایمان څخه وزي لکه څنګه چې ددې کلمې ویلو سره په ایمان کې داخل شوی وو . د الله د صفاتو ضد خبره کول همدارنګه د الله جل جلاله ټول صفات چې مونږ ته قرآن کریم او رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړي دي حق دی داسې خبره کول چې پکې د الله جل جلاله د کوم صفت نفی وشي نو هم کفر دی د مثال په ډول : الله تعالی د انسان په هر حالت باندې عالم دی ، خبیر دی ، آورېدونکی دی ، لیدونکی دی ، قادر دی ، رحمن دی ، رحیم دی که څوک داسې خبره وکوي چې ددې خبرو سره په ټکر کې وي نو دا هم کفر دی . رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل کول د علماوو په اجماع سره هغه کس هم کافر کیږي او قتل یې روا دی چې چا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل وکول ، د هغه سپکاوی یې وکولو ، د هغه په اړه یې بده خبره وکوله ، د هغه مبارک توهین یې وکولو حضرت قاضی عیاض رحمه الله فرمایی : امت پدې سره اجماع کړې ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تعظیم واجب دی او الله جل جلاله په قرآن کریم کې امر کړی دی چې هغه ته له ضرر رسولو څخه ډډه وکوئ هغه څوک چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اهانت ، سپکاوی وکوي هغه باید قتل کړل شي . الشفاء لقاضی عیاض رحمه الله واقعه د مکې مکرمې د فتح هغه ورځ وه چې لویو لویو کافرانو ته بښنه وکوله شوه خو یو څو کسان داسې وو چې لدې عامې بښنې څخه بهر پاتې شوي وو یو له هغه بد بختانو څخه ابن خطل وو دا هغه کس وو چې په خپلو شعرونو کې به یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل کول رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی وو چې دې کس ته عفوه نه ده شوې دا مو چې هر چېرته پیدا کړو قتل یې کړئ حضرت انس بن مالک رضی الله عنه فرمايي د فتح په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو کس په منډه راغلو ورته یې وویل : ابن خطل ځان د کعبي په پردو پورې نښلولی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکولو : قتل یې کړئ . صحيح البخاري ددې امله علماء کرام فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د سپکو خبرو او هغه مبارک ته د ښکنځلو کولو سزا قتل دی . امام ابن حزم رحمه الله فرمايي : څوک چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل وکوي د هغه سزا قتل دی سره ددې که دا ښکنځلې څوک بل کوم کس ته وکوي هغه ته د قتل سزا نشي ورکول کېدلی . المحلی لابن حزم همدارنګه د حضرت شعبي رحمه الله څخه روایت دی هغه له امیر المؤمنین حضرت علی رضی الله عنه څخه روایت کوي هغه فرمايي : یوه یهودیه ښځه وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به یې ښکنځل کول او د هغه مبارک صلی الله علیه وسلم په اړه به یې سپکې خبرې کولې یو کس د هغه په مرۍ زور وکولو او هغه یې مړه کړه رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې وینه هدر کړه (هغه وژونکی کس ته یې سزا ورنه کړه ) . سنن ابی داود امام شوکاني رحمه الله فرمایی : پدې حدیث کې دلیل دی که څوک رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل کوي مرګ یې روا دی او امام ابن منذر رحمه الله پدې باندې اجماع نقل کړې ده که څوک رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل کوي باید قتل شي . نيل الأوطار نور بیا انشا ء الله زما د بحث مراجع : قرآن کریم تفسیر الطبری تفسیر بیضاوي صحیح البخاری نواقض الاسلام المغني الابانة الشفاء نیل الاوطار السیل الجرار للشوکاني رحمه الله
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Photo
Tumblr media
اسلام او کفر ۴برخه دکتور کفایت الله وردګ یادګېرنه : پدې لیکنه کې په هغه خبرو ، عقیده او عملونو باندې له خپل لوستونکي سره بحث کوم چې په کولو یې انسان کافر کيږي پدې هېله چې که چاته معلوم وي د هغه لپاره به تکرار شي ، له چا څخه چې هېر وي ور په یاد به شي او چاته چې نه وي معلوم د هغه لپاره به نوي معلومات شي او ځان به ورڅخه وساتو په تېرو برخو کې مو د ایمان او کفر په او یو څه هغه خبرو په اړه بحث کړی وو چې په کولو یې انسان کافر کیږي د هغې برخې په تعقیب.... د رسول الله صلی الله علیه وسلم تکذیب همدارنګه که څوک په خبرو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تکذیب وکوي ، د هغه په اړه ګمان وکوي چې هغه درواغ ویل ، یا یې په پیغمبري کې شک وکوي نو دا بېشکه کفر دی . نور ابنیاء په قرآن کریم کې چې د نورو ابنیاوو په اړه کومې خبرې راغلې دي هغه ټولې رښتیا دی که هغوی ته څوک د درواغو نسبت کوي نو دا هم کفر دی ، هغه انبیاء علیهم السلام ټول د قدر وړ دي او د ټولو احترام واجب دی د علماوو په اجماع سره که څوک هر پیغمبر ته ښکنځل او سپکې خبرې کوي دا کفر دی په خاصه توګه هغه ۲۵ پیغمبران چې ذکر یې په قرآن کریم کې راغلی دی که د هغوی له پیغمبري نه څوک منکر شي نو دا هم کفر دی . الشفاء لقاضی عیاض رحمه الله د پیغمبري دعوه کول که څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وروسته د پیغمبري دعوه وکوي نو دا هم کافر دی ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په راتلو سره د پیغمبري سلسله ختمه شوې ده بیا تر قیامته بل پیغمبر نه راځي د دعوت او تبلیغ کار د امت علماوو ته ورپاتې دی نو تر رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته کومو کسانو چې د پیغمبري دعوې کړې دي هغوی ټول کفار دی او که لدې وروسته څوک دعوه کوي هم کافر کیږي او هغه کسان چې دوی ته سر ښکته کوي او د دوی ددې دعوا تصدیق کوي دوی هم کافران کیږي . له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د بل چا خبره غوره ګڼل همدارنګه که چا بکواس وکولو چې د بل چا خبرې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خبرو نه غوره دي ، هغه تر رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه خبره کړې ده ، د هغه خبره تر رسول الله صلی الله علیه وسلم نه غوره ده دا کس هم کافر دی همدارنګه که چا د یو چا فیصله د اسلام تر فیصلې غوره وګڼله دا کسان ټول کافران دي . نواقض الاسلام د اسماني کتابونو تکذیب همدارنګه اسماني کتابونه حق دي د کومو په اړه چې مونږ ته قرآن کریم او احادیثو څه ویلي دي هغه ټول حق دی لدې نه انکار هم کفر دی په آخر کې یې زمونږ مقدس کتاب قرآن کریم نازل شوی دی یو یو توری یې حق دی نه پکې څه زیادت شته او نه پکې څه کمښت شته ، ټولې خبرې یې رښتیا دي لدې نه انکار کول هم کفر دی ، د قرآن کریم بې عزتي او ده ته په سپکه کتل هم کفر دی ، په قرآن کریم او هر اسماني کتاب پورې مسخرې کول هم کفر دی . قاضی عیاض رحمه الله فرمايي : پدې باندې اجماع ده چې چا د الله جل جلاله له نازلو شویو کتابونو څخه انکار وکولو ، یا یې هغوی بد یاد کړل ، یا یې ورته ښکنځل وکول ، یا د قرآن کریم له یو حرف نه منکر شو یا له یوه آیت نه منکر شو ، یا یې د هغه تکذیب وکولو ، یا یې د کوم حکم چې په قرآن کریم کې صراحتاً راغلی وو تکذیب وکولو ، یا یې د قرآن کریم کومه واقعه درواغ و ګڼله ، یا یې هغه شی په خپلو خبرو کې قصداً ثابت کړل چې قرآن کریم نفې کړي وي او یا یې د کوم ایت په ضد خبره وکوله ، یا یې په کوم قرآنی حکم او خبر کې شک وکولو نو دا د امت په اجماع سره کافر دی . الشفاء لقاضی عیاض رحمه الله له ملائکو انکار همدارنګه ملائک د الله جل جلاله بندګان دي موجود دي الله جل جلاله یې مونږ ته په قرآن کریم کې په وجود باندې خبر راکړی دی که څوک ووايي چې ملائک نشته (نعوذ با لله ) دا کس هم کافر دی او یا د ملائکو په اړه چې په قرآن کریم کې کومې خبرې راغلې دي داسې خبره وکوي چې د هغې سره په ټکر کې وي دا کس هم کافر دی . د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیغمبري څخه انکار همدارنګه زمونږ د توحيد د کلمې یوه برخه ده محمد رسول الله په همدې باندې مو ایمان راوړی دی که څوک داسې خبره وکوي چې پکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیغمبري څخه انکار وي نو دا کس هم کافر دی د ټولو پیغمبرانو په اړه هغه خبرې چې قرآن کریم مونږ ته کړې دي حق او رښتیا دي له هغې یوې خبرې انکار هم کفر دی . د مثال په ډول : حضرت عیسی علیه السلام د حضرت جبریل علیه السلام له پوکي نه بغیر د پلار نه پیدا شو ، حضرت ��دم علیه السلام بغیر د مور او پلار نه پیدا شو که څوک داسې خبره وکوي چې ددې عقیدې سره په ټکر کې وي دا کس هم کافر دی . د قیامت له ورځې انکار د قیامت ورځ حق ده بېرته له قبرونو څخه را پورته کېدل حق دي ، د عملونو تول او حساب حق دی ، جنت حق دی ، دوزخ حق دی ، پل صراط حق دی که څوک په خپلو خبرو کې لدې شیانو انکار وکوي دا هم کافر دی . ..... نور بیا انشا ء الله زما د بحث مراجع : قرآن کریم تفسیر الطبری تفسیر بیضاوي صحیح البخاری نواقض الاسلام المغني الابانة الشفاء نیل الاوطار السیل الجرار للشوکاني رحمه الله
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Photo
Tumblr media
اسلام او کفر ۵برخه دکتور کفایت الله وردګ یادګېرنه : پدې لیکنه کې په هغه خبرو ، عقیده او عملونو باندې له خپل لوستونکي سره بحث کوم چې په کولو یې انسان کافر کيږي پدې هېله چې که چاته معلوم وي د هغه لپاره به تکرار شي ، له چا څخه چې هېر وي ور په یاد به شي او چاته چې نه وي معلوم د هغه لپاره به نوي معلومات شي او ځان به ورڅخه وساتو په تېرو برخو کې مو د ایمان او کفر په اړه او یو هغه خبرو بحث کړی وو چې په کولو یې انسان کافر کیږي د هغې برخې په تعقیب پدې برخه کې هغه عقیدې چې په لرلو یې انسان کافر کیږي د ایمان عقیدوي ماتوونکی (هغه عقیده چې انسان یې ولري کافر کیږي ) د الله جل جلاله سره شریک منل که څوک عقیده ولري چې له الله جل جلاله سره د کائناتو په پیدائښت کې بل څوک شریک وو نو دا هم کفر دی ، که څوک د ځینې شیانو حقیقی پیدائښت او تصرف د الله جل جلاله نه بغیر بل چاته منسوب کړي نو دا هم کفر دی ، که څوک د الله جل جلاله نه بغیر د بل شی عبادت وکوي نو دا هم کفر دی ، که څوک دا عقیده ولري چې د الله جل جلاله نه بغیر بل چاته هم قربانی او ذبح کېدلی شي نو دا هم کفر دی ، که څوک عقیده وکوي چې په مخلوقاتو کې په ځی��ې شیانو کې حقیقی تصرف د الله جل جلاله نه بغیر بل څوک کوي نو دا هم کفر دی ، همدارنګه که څوک دا عقیده وکوي چې د الله جل جلاله نه بغیر نور څوک لکه نجومیان ، کوډ ګر ، تعویذ ګران په غیبو باندې خبریږي او هغوی چې د غیبو په اړه خبرې کوي دا رښتیا وایی نو دا هم کفر دی . له فرضو او واجباتو څخه انکار که څوک فرض مونځ پریږدي نو دا ګناه ده ، که څوک روژه وخوري نو دا ګناه ده ، که په چا باندې زکات فرض شوي وي او زکات نه ورکوي دا ګناه ده ، که په کوم ځای کې جهاد فرض وي او څوک جهاد نه کوي نو دا ګناه ده لکن که څوک دا کارونه ددې امله نه کوي چې دده عقیده وي چې دا شیان فرض نه دي ، ضروری نه دی نو دا کفر دی ، همدارنګه ټول هغه احکام چې الله جل جلاله په قرآن کریم کې مونږ ته ورباندې امر کړی دی او یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح احادیثو کې ثابت دی په هغو ټولو باندې عقیده ساتل د اسلام برخه ده که څوک د هغوی نه انکار کوي ، یا یې درواغ ګڼي نو دا کفر دی . الابانة جلد ۲ صفحه ۷۶۴ حرام حلال ګڼل زنا کول حرام دی که څوک یې وکوي ګناه ده ، غلا کول ګناه ده ، شراب څښل ګناه ده په کولو یې انسان نه کافر کیږي لکن که څوک یې لداسې عقیدې سره وکوي چې انسان ورته حلال او روا وايي نو دا کفر دی داسې ټول هغه شیان چې الله جل جلاله په قرآن کریم کې او یا رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح احادیثو کې هغه ته حرام ویلي دي که څوک ورته حلال ووایي نو دا کفر دی . المغني شک د قرآن کریم په کوم خبر کې شک کول یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح او ثابتو احادیثو کې شک کول ، یا د کوم ثابت حکم په اړه شک کول د مثال په ډول پدې کې شک کول چې آیا زنا به حرامه وي کنه ؟ سود به حرام وي او کنه؟ نو دا شک کول هم کفر دی ، همدارنګه په ټولو هغه خبرو کې چې هغه په قطعي دلائلو او قرآن کریم سره ثابت وي شک کول کفر دی مسلمانان باید هغه ټول احکام په سر سترګو ومني . د کفارو په کفر کې شک رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله مبعوث شو نو ټول مخکني ادیان ورسره منسوخ شوي دي که اوس څوک د هغوی په نسخ کېدو کې شک کوي نو دا هم کفر دی ، که اوس څوک د هغوی دین او مذهب ته د صحیح عقیده لري نو دا هم کفر دی ، که اوس څوک دا عقیده لري چې نصارا ښه کوي چې په خپل دین دی او یهود ښه کوي چې خپل دین ساتي نو دا هم کفر دی بلکه مسلمان به دا عقیده ساتي چې اوس په زمکه کې حق او اسماني دین یوازې او یوازې اسلام دی او بس . رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول عالم لپاره دی مخکې به انبیاء د یو خاص قوم او خاصې علاقې لپاره راتلل زمونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو خلکو لپاره راغلی دی نو که څوک دا عقیده ولري چې دا صرف د عربو لپاره دی نو دا هم کفر دی ، که څوک دا عقیده ولري چې اسلام د عربانو دین دی او نور خلک ورباندې نه دي مکلف نو دا هم کفر دی ، اکثر هغه کسان چې خپله کافران دي ځینې مسلمانانو ته په ذهن کې دا خبره ورکوي چې محمد صلی الله علیه وسلم د عربانو لپاره راغلی وو دا د هغوی پغمبر دی نو دا عقیده لرل هم کفر دی ، بلکه مسلمان به دا عقیده ساتي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول عالم لپاره راغلی دی او دده صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه وروسته په ټوله دنیا کې حق دین صرف اسلام دی ..... نور بیا انشا ء الله زما د بحث مراجع : قرآن کریم تفسیر الطبری تفسیر بیضاوي صحیح البخاری نواقض الاسلام المغني الابانة الشفاء نیل الاوطار السیل الجرار للشوکاني رحمه الله
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Photo
Tumblr media
اسلام او کفر ۶برخه دکتور کفایت الله وردګ یادګېرنه : پدې لیکنه کې په هغه خبرو ، عقیده او عملونو باندې له خپل لوستونکي سره بحث کوم چې په کولو یې انسان کافر کيږي پدې هېله چې که چاته معلوم وي د هغه لپاره به تکرار شي ، له چا څخه چې هېر وي ور په یاد به شي او چاته چې نه وي معلوم د هغه لپاره به نوي معلومات شي او ځان به ورڅخه وساتو په تېرو برخو کې مو د هغه خبرو او عقیدو په اړه بحث کړی وو چې په کولو یې انسان کافر کیږي پدې برخه کې هغه عملونه چې په کولو یې انسان کافر کیږي . د ایمان عملي ماتوونکی (داسې کارونه چې په کولو سره یې انسان کافر کیږي) شرک کول د شرک کوم کار کول لکه بغیر د الله جل جلاله نه د بل چا په وړاندې سجده کول ، داسې ټول هغه عبادات او د ثواب کارونه د بل چا لپاره کول چې اسلامي شریعت مونږ ته امر کړی دی چې دا عبادتونه به د الله جل جلاله لپاره کیږي هغه ټول صرف الله جل جلاله ته کول اسلام دی نور یې هر چاته کول کفر دی . د قرآن کریم بې عزت کي کول د علماوو په اجماع سره هغه کس کافر دی چې قصدا او د اهانت په عقیده د قرآن کریم د نسخې بې عزتي وکوي ، د هغې سپکاوی وکوي ، په ګند کې یې وغورځوي ، د بې عزتي او سپکاوي په نیت یې وسوزوي دا هم کفر دی . له کفارو سره مرسته کله چې د مسلمانانو او کافرانو سره جنګ وي پدې صورت کې که څوک د مسلمانانو په مقابل کې د کفارو سره مرسته کوي نو دا هم کفر دی د کفارو له مرستې نه مطلب دا دی چې د مسلمانانو په مقابل کې په څه ډول د کفارو سره ولاړ وي د هغوی لپاره په خپل مال ، ځان ، او بیان سره کار کوي او دا هرشی د مسلمانانو په ضد استعمالوي نو دا کفر دی . تفسیر الطبری الله جل جلاله فرمايي : اې مؤمنانو له یهودو او نصاراوو سره ملګري مه کوئ په دوی کې ځینې د ځینو ملګري دي او څوک چې لتاسې نه د هغوی سره ملګرتیا وکوي دا له هغوی څخه دي بېشکه الله جل جلاله هدایت نه کوي قوم د ظالمانو ته . سورة المائدة آیة ۵۱ امام بیضاوي رحمه الله فرمایی : دا چې الله جل جلاله فرمایی : چا چې له هغوی سره ملګرتیا وکوله دا له هغوی څخه دي دا پدې کې زیات زجر دی چې باید له هغوی سره څوک ملګرتیا ونه کوي . تفسیر بیضاوي امام طبری رحمه الله ددې آیت لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ په تفسیر کې فرمایي : صحیح خبره داده چې الله جل جلاله ټول مؤمنان د یهودو او نصاراوو له ملګرتیا څخه منع کړي دي او لدې نه یې منع کړي دي چې له هغو سره د مؤمنانو په مقابل کې تعهد وکوي او لدې نه یې مسلمانان منع کړي دي چې څوک د مؤمنانو ډله پریږدي له هغوی سره ملګرتیا وکوي او د هغوی په مرسته بیا د الله جل جلاله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مؤمنانو په مقابل کې جنګ وکوي که مؤمنان دا کار وکوي نو بیا الله جل جلاله او د هغه رسول لدې کسانو څخه بري دي . تفسیر ابن جریر الطبری رحمه الله وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ (څوک چې له دوس سره ملګرتیا وکوي دا له دوی څخه دی) ددې آیة په تفسیر کې امام طبري رحمه الله فرمایی : معنی دا چې څوک له یهودو او نصاراوو سره ملګرتیا وکوي نو دا د هغوی له ډلې څخه دی یعني چې کله دوی له مسلمانانو سره جنګ کوي که څوک د مؤمنانو په مقابل کې له دوی سره مرسته وکوي نو دا کس هم د دوی په دین دی . تفسیر طبری زما د بحث مراجع : قرآن کریم تفسیر الطبری تفسیر بیضاوي صحیح البخاری نواقض الاسلام المغني الابانة الشفاء نیل الاوطار السیل الجرار للشوکاني رحمه الله
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Text
د نړۍ تر ټولو کوچنی کمپیوټر جوړ شوی
د نړۍ تر ټولو کوچنی کمپیوټر جوړ شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ وری، ۱۳۹۷ل): د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د کمپیوټر جوړونې ستر شرکت آی بي ایم IBM د بورې یا مالګې دانې په اندازه برابر کمپیوټر جوړ کړی.
دغه کمپیوټر چې یو ملي میټر پراخوالی لري، د یادې کمپنۍ د ډیسکټاپ کمپیوټر سره یو برابر کار ورکوي، دېته د د «کرپټو اینکو» نوم ورکول شوی، چې د چیپ سیسټم په ډول کارول کیږي.
په دې نوي او حیرانونکوي کمپيوټر کې چې په روانه مارچ میاشت کې د آی بي…
View On WordPress
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Text
د شیطان پېژند ګلوي (۲۶): انساني نفس ته د شیطان شپږمه لاره/ غصه
د شیطان پېژند ګلوي (۲۶): انساني نفس ته د شیطان شپږمه لاره/ غصه
لیکوال : دکتور کفایت ا لله وردګ
یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه ده په آتلسمه او نولسمه برخو کې مو مختلفو خلکو ته د شیطان د مختلف ډوله وسوسو په اړه خبرې وکولې کله چې شیطان انسان ته وسوسه ور اچوي ددې لپاره شیطان یوه لاره پیدا کوي چې انسان نفس ته له هغې…
View On WordPress
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Text
د شیطان پېژند ګلوي (۲۶): انساني نفس ته د شیطان شپږمه لاره/ غصه
د شیطان پېژند ګلوي (۲۶): انساني نفس ته د شیطان شپږمه لاره/ غصه
لیکوال : دکتور کفایت ا لله وردګ
یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه ده په آتلسمه او نولسمه برخو کې مو مختلفو خلکو ته د شیطان د مختلف ډوله وسوسو په اړه خبرې وکولې کله چې شیطان انسان ته وسوسه ور اچوي ددې لپاره شیطان یوه لاره پیدا کوي چې انسان نفس ته له هغې…
View On WordPress
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Text
د شیطان پېژند ګلوي (۲۶): انساني نفس ته د شیطان شپږمه لاره/ غصه
د شیطان پېژند ګلوي (۲۶): انساني نفس ته د شیطان شپږمه لاره/ غصه
لیکوال : دکتور کفایت ا لله وردګ
یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه ده په آتلسمه او نولسمه برخو کې مو مختلفو خلکو ته د شیطان د مختلف ډوله وسوسو په اړه خبرې وکولې کله چې شیطان انسان ته وسوسه ور اچوي ددې لپاره شیطان یوه لاره پیدا کوي چې انسان نفس ته له هغې…
View On WordPress
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Text
د شیطان پېژند ګلوي (څلورویشتمه برخه)
د شیطان پېژند ګلوي (څلورویشتمه برخه)
لیکوال : دکتور کفایت الله وردګ
یادګېرنه  : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې  په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه  ده په آتلسمه او نولسمه برخو کې مو مختلفو خلکو ته د شیطان د مختلف ډوله وسوسو په اړه خبرې وکولې  کله چې شیطان انسان ته وسوسه ور اچوي ددې لپاره شیطان یوه لاره پیدا کوي چې انسان نفس ته له…
View On WordPress
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Text
د شیطان پېژند ګلوي (درویشتمه برخه)
د شیطان پېژند ګلوي (درویشتمه برخه)
لیکوال : دکتور کفایت الله وردګ
یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه ده په آتلسمه او نولسمه برخو کې مو مختلفو خلکو ته د شیطان د مختلف ډوله وسوسو په اړه خبرې وکولې کله چې شیطان انسان ته وسوسه ور اچوي ددې لپاره شیطان یوه لاره پیدا کوي چې انسان نفس ته له هغې…
View On WordPress
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Text
د شیطان پېژند ګلوي «دوه ویشتمه برخه»
د شیطان پېژند ګلوي «دوه ویشتمه برخه»
دکتور کفایت الله وردګ
یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه ده په آتلسمه او نولسمه برخو کې مو مختلفو خلکو ته د شیطان د مختلف ډوله وسوسو په اړه خبرې وکولې کله چې شیطان انسان ته وسوسه ور اچوي ددې لپاره شیطان یوه لاره پیدا کوي چې انسان نفس ته له هغې لارې ننوزي…
View On WordPress
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Text
د شیطان پېژند ګلوي (یو ویشتمه برخه)
د شیطان پېژند ګلوي (یو ویشتمه برخه)
د کتور کفایت ا لله وردګ
یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه ده په آتلسمه او نولسمه برخو کې مو مختلفو خلکو ته د شیطان د مختلف ډوله وسوسو په اړه خبرې وکولې کله چې شیطان انسان ته وسوسه ور اچوي ددې لپاره شیطان یوه لاره پیدا کوي چې انسان نفس ته له هغې لارې…
View On WordPress
0 notes
wakil00930093-blog · 7 years ago
Text
د شیطان پېژند ګلوي (یو ویشتمه برخه)
د شیطان پېژند ګلوي (یو ویشتمه برخه)
د کتور کفایت ا لله وردګ
یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه ده په آتلسمه او نولسمه برخو کې مو مختلفو خلکو ته د شیطان د مختلف ډوله وسوسو په اړه خبرې وکولې کله چې شیطان انسان ته وسوسه ور اچوي ددې لپاره شیطان یوه لاره پیدا کوي چې انسان نفس ته له هغې لارې…
View On WordPress
0 notes