#چرګ
Explore tagged Tumblr posts
mohammadwaliashna · 11 months ago
Text
Tumblr media
د چرګ په اړه عجیب حدیث او معلومات
نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي:
څوک چې د چرګ آذان په وخت کې دغه دعا پنځه (ځلې) ووایي(لَااِلهَ اِلَّااللهُ اَلْحَیُّ الْقَیُّوْمْ)
الله پاک به یې د (۴۰) کالو ګناهونه معاف کړي؛
نبي کریم (ﷺ) فرمایي:
کله چې چرګ آذان کوي نو تاسو د الله پاک نه د خپل حاجت او ضرورت دعا وغواړئ ځکه دغه وخت کی چرګ فرښته لیدلي وي، ممکن دا فرښته ستاسو په دعا آمین ووایي نو دعا به مو قبوله شي؛
یو بل حدیث شریف کې راځي نبي کریم(ﷺ) فرمايي چرګ ته بد رد او ښکنځل مه کوئ ځکه زما ملګری دی په چرګ کې څلور ④ خصلتونه د پیغمبرانو موجود دي:
( ۱ ) د الله پاک ډیر ذکر کوي.
( ۲ ) شجاعت لري .
( ۳ ) سخاوت لري معمولاً په دانو او خوراک کې چرګو ته اولویت او ترجیح ورکوي.
( ۴) چرګ د خوب په وخت سترګې پټې وي او زړه یې بیدار وي، پیغمبر هم په خوب کې سترګې پټې وي او زړه یې بیدار وي، زړه یی د الله د ذکر نه غافل نه وي.
(نـزهـة الـمـجـالـس جـلـد ۱ صفحه ۲۹۲)
0 notes
afghanwatanweb · 5 years ago
Text
سعودي عرب کې په افغان حاجیانو غیر مذبوحه چرګان خوړل شوي
سعودي عرب کې په افغان حاجیانو غیر مذبوحه چرګان خوړل شوي
سعودي عرب ته د حج د مبارکې فریضې د اداکولو په خاطر تللي افغان حاجیان د تیر په څیر بیا له افغان دولت څخه شکایتونه کوي، چې ګویا د حج اوقافو وزارت د دوی لپاره لازم او مناسب تدابیر نه دي نیولي
افغان حاجیانو څو ورځې مخکې د ترانسپورت په اړه هم شکایت کړی وو، چې ګویا افغان دولت ورته د ترانسپورت لپاره پروخت موټر نه شي رسولی او افغان حاجیان په ساعتونو ساعتونو په لارو کې انتظار ناست وي او د نورو خلکو لارې…
View On WordPress
0 notes
lomritob · 8 years ago
Photo
Tumblr media
د وزن کمولو درۍ آسانه لاری ژباړه: سید محمد نعیم خالد د وزن کمولو لپاره مختلفی لاری شته چې هره یوه یی خپلی ګټی او تاوانونه لري. پدی ټولو لارو کی لوږه منځ ته راځي. که چیری تاسی قاطع او اوسپنز تصمیم ونلری نو د لوږی له لاسه به ونشی کولای چې خپل پلان مو تعقیب کړی. پدی لیکنه کی کوښښ شوی چې داسی لاری په ګوته شی چې اشتها کمه کړی، وزن پرته د لوږی د ډیریدو څخه له منځ�� لاړ شی او میتابولیک حالت مو په عین وخت کی ښه کړی. (۱) په خپل ورځنی ژوند کی د شکرو او نشایستوی غذایی توکو په مصرف کی کمښت راولی. که چیری مو بوره او نشایسته په خپلو خوړو کی کمه کړه نو دا لمړي د بریا په لوری قدم دی. دا هغه خواړه دی چې د انسولینو د تولید لامل کیږی. انسولین هغه هورمون دی چی په بدن کی د شحمونو د ذخیری مسولیت لری. کله چې په بدن کی انسولین کم شی نو شحم د ذخیری څخه راوزی او د کاربوهایدریتو په ځای په مصرف رسیږی. د انسولینو د کمدیو بله ګټه داده چې په ګردو باندی کم فشار ورځی او د هغه په نتیجه کی اضافی سودیم او اوبه د بدن څخه د باندی خارجوی. پدی ډول سره د خوړو مصرف په یوه هفته کی تر ۱۰ پونډو بوری د وزن د کمیدو لامل کیدلای شي. لاندی ګراف کی تاسی د کم شحمه او هغه خوړو چې لږ کاربوهایدریت لری او د هغه تاثیر د وخت په تیریدو سره د وزن کمیدل ښودل شوی دی. د تغذیوی اړخه هغه خواړه چې لږ کاربوهایدریت لری هغه تر هغه وخت پوری باید وخوړل شی تر څو خیټه ورباندی ډکه شی مګر هغه خواړه چی شحم لری باید تنها د انرژی د ضرورت پوره کولو په خاط مصرف شی او ډیر مصرف یی اجازه نلری. په ساده ��ول سره د خپلو خوړو څخه بوره او هغه غذایی مواد چې ډیر کاربوهایدریت لری کم شی نو پخپله به انسولین کم، اشتها کمه او وزن به کمیږی. د اونۍ په لړ کی یوه ورځ باید ډیر نشایسته لرونکی غذایی توکی مصرف شی مګر هره ورځ ورڅخه ډډه وشی. (۲) د پروټین، شحم او سبزیجاتو څخه استفاده وکړی ستاسی خواړه باید هر وخت په کافی اندازه پروټین، شحم او هغه سابه چې لږ کاربوهایدریت ولری، په مصرف ورسوی. نو پدی ډول تاسی کولی شی چی خپل د کاربوهایدریت مصرف عادی حالت یعنی ۲۰-۵۰ ګرامه په یوه ورځ کی ورسوی. د پروټین مهمی منابع کومی دی؟ 1. غوښه – لکه د چرګ، د غوایه غوښه، پسه 2. ماهی او نوری بحری غذا ګانی 3. هګۍ – په خصوصا هغه هګۍ چي اومګا ۳ او یا پاستوریزه شوی وی. پروټین باید د ورځی دومره وخوړل شی چې د ۸۰ څخه تر ۱۰۰ کالوری انرژی بدن ته ورکړی. داسی خواړه چې هغه د پروټین ښه منبع وی تاسی د اضافی غذا ګانو چې نشایستی ښه منبع وی، مخه نیسی. پدی ډول سره تاسی په اوسط ډول ۴۴۱ کالوری کمه انرژی په مصرف رسوی. کوم سابه کم کاربوهایدریت لری؟ 1. بروکولی 2. ګلپی 3. پالک 4. کاهو 5. کرم 6. بادرنګ 7. سلری او داسی نور تاسی کولی شی چې بیخی ډیر سابه په خپل قاب کی واخلی. هغه غذا چې غوښه او سابه پکی وی نو په کافی اندازه فایبر، ویټامینونه او منرالونه موجود وی. د شحمو مهمی ځیرمی کومی دی؟ 1. د زیتونو غوړی 2. کوچ 3. د کوپی غوړی د ورځی باید کوښښ وشی چي ۳-۵ څله ډوډۍ وخوړل شی. (۳) سپک تمرین کول ضروری نده چې تاسی هره ورځ باید دروند سپورت یا تمرین وکړی. مګر که چیری غواړی بدن مو سالم پاتی شی او په خاصه توګه ستاسی مغز او د بدن حجراتو ته پاکه وینه انتقال شی او ډیر اوکسیجن تنفس کړی نو حد اقل باید ۳ څله په یوه اونۍ کی سپک تمرین وکړی. د دی مطلب دادی چې سپک وزنونه پورته کړی، د بدن ابتدایی حرکات لکه د ملا، غواړی، پښتو او لاسونو ګډول او داسی نور واړه حرکات تر سره کړی. پدی ډول تاسی کولای شی چې د بدن شحم مو له منځه لاړ مګر عضلات مو جوړ او قوی شی. د وزن کمولو ۱۰ لاری 1. د سهار په ناشته باندی ډیر پروټین لرونکی خواړه و خوری 2. پروسس شوی جوسونو او نوشابو له څښاک څخه مخنیوی وکړی. 3. اوبه نیم ساعت مخکی له خوړو استفاده کړی. 4. هغه غذا ګانی وخوری چې وزن کموی 5. داسی خواړه وخوری چي حل کیدونکی فایبر ډیر ولری. 6. کافی او چای وڅښی 7. د پروسس شویو خوړو څخه مخنیوی وکړی 8. د وړو قابونو او ظرفونو څخه استفاده وکړی 9. غذا په نرمۍ سره و خوري 10. هره شپه ښه خوب وکړی.
0 notes
afghanwatanweb · 5 years ago
Text
په یوه هوټل کې مړه چرګه ژوندی شوه او له مشقاب څخه وتښتیده
په یوه هوټل کې مړه چرګه ژوندی شوه او له مشقاب څخه وتښتیده
یوه ویډیو چې په نیټ نشر شوي ده، په دوه هفتو کې له څلور ملیونه څخه زیاته کتل شوې ده.
د چین هیواد په یوه هوټل کې یوه مړه چرګه یو ناڅاپه ژوندی شوه او په تیښته له مشقاب څخه وتښتیده، چې د هوټل میلمانه یې حیران کړل.
په یوه ویډیو کې چې د هوټل یوه میلمه د کمرې په سترګه کې ساتلي ده، ښکاري چې د خوړو په میز باندې څو مشقابونه ایښودل شوي، په یوه مشقاب کې د چرګ د خامې غوښې ټوټه هم ایښي ده.
یاده خامه ټوټه…
View On WordPress
0 notes